د کندهار په دوه ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه مات شوي

27 میزان 1399 ساعت 12:43

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت پر دوه ولسوالیو د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه هغوی ته په مرګ ژوبلې اوښتو سره په شاه تمبول شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت پر دوه ولسوالیو د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه هغوی ته په مرګ ژوبلې اوښتو سره په شاه تمبول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه (د تلې ۲۶ مه) د کندهار ولایت په ښورابک او تخته پل ولسوالیو چې ډېورنډ کرښې ته نېږدې دي، ډلیز بریدونه کړي دي.

د کنددهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزي و ویل، چې طالبانو د ښورابک پر مرکز ډلیز برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او مات شول.

دی وايي، په دغه جګړه کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په همدې شپه طالبانو د تخته پل ولسوالۍ په میلد سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز برید کړی و، چې له سختې ماتې سره مخ شوي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په دې جګړه کې بیا ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند د افغان ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې چې قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرې پیل شوې ورسره سم، جګړو، موټر بم بریدونو او ماین چاودنو هم زور اخیستی دی.

څو ورځې وړاندې طالبانو هلمند کې پر مرکز لښکرګاه، ناوې او نادعلي ولسوالیو بریدونه پیل کړل، چې لا هم هلته جګړه دوام لري.

دغه راز طالبانو تېره شپه بدخشان کې هم بریدونه پیل کړي، چې د چارواکو په وینا د مرکز فیض آباد اتمه حوزه یې نیولې ده.

همدارنګه نن په غور کې هم موټر بم برید شوي، چې له امله یې تر اوسه ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 132576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com