کندهار کې د بهرنیو ځواکونو یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې

27 میزان 1399 ساعت 12:58

افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تایید کړې، چې یوه الوتکه یې د کندهار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.


افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تایید کړې، چې یوه الوتکه یې د کندهار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ویلي، دغه سي -۱۷ الوتکې نن یکشنبې د تلې ۲۷ مه د کندهار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

ویاند زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې هېڅ ډول زیان چا ته نه دی رسېدلی او دا مهال هوايي ډګر د ترافیکو پر مخ خلاص دی.

نوموړي په پېښه کې د وسله والو لاس لرل رد کړې وايي، الوتکې د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132578

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com