کابل کې یو ډاکتر د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی شوی دی

28 میزان 1399 ساعت 7:46

د ملي امنیت ځواکونو د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر محب الله بارکزی د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.


د ملي امنیت ځواکونو د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر محب الله بارکزی د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ډاکتر بارکزی یې د پغمان ولسوالۍ تاق ظفر سیمه کې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شي، انسان تښتوونکو ډاکتر بارکزی تر تښتونې وروسته د پغمان ولسوالۍ په یوه سیمه کې ساته او بیا د دې ولسوالۍ تاق ظفر سیمې ته بېولی وو.

ملي امنیت وايي، د ډاکتر بارکزي د اختطاف په تړاو یې د بلال، اسدالله، شېرشاه او ذکریا هزاره په نومونو کسان د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې نیولي دي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په دې پېښه کې د تړاو په تور د ننګیالي، فیض الله او عبدالهادي په نومونو کسان نیول هم شوي دي.

د یادونې ده، ډاکتر بارکزی څه موده وړاندې د کابل له تایمني سیمې څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132592

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132592/

جمهور
  https://www.jomhornews.com