۰
جواد ظریف:

د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ او همکار یو

دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۷
ایراني لوړ پوړي چارواکي وایي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او رهبریت د سولې پروسې ملاتړی او همکاره دی.
د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ او همکار یو
ایراني لوړ پوړي چارواکي وایي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او رهبریت د سولې پروسې ملاتړی او همکاره دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې کړې دي.

عبدالله او ورسره پلاوی پرون په درې ورځي سفر د ایران پلازمېنې تهران ته ورسېدل او هلته یې د جواد ظریف په ګډون له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي.

له ښاغلي ظریف سره لیدنه کې عبدالله پر سوله غېږېدلی او رامنځ ته شوی فرصت یې د افغان سولې او ټولې سیمې لپاره مهم بللی چې په وینا یې باید له لاسه ور نه کړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم د افغانستان سوله او ثبات د سیمې په ګټه بللی ویلي یې دي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي.

ښاغلي ظریف زیاته کړې، چې ایران د افغانستان د سولې بریا خپله بریا ګڼي او د سولې لپاره د کابل د روانو هڅو ملاتړ کوي.

له ښاغلي ظریف سره تر لیدنې وروسته ښاغلي عبدالله د ایران د پارلمان له مشر محمد باقر قالیباف سره هم لیدلي او دواړو لورو افغانستان کې پر روان وضعیت او د سولې پروسه باندې خبرې کړي دي.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي، هېواد یې له خپلواک افغانستان او د دغه هېواد د سولې له بهیر هر اړخیز ملاتړ کوي.

نوموړي زایاته کړې، چې دواړه هېوادونه په خپلو کې ژورې تاریخي اړیکې لري او ایران د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

محمد باقر قالیباف ټينګار کړي، چې ایران په افغانستان کې له اوسني حکومت، خپلواکۍ او د سولې له بهیر هر اړخیز ملاتړ کوي او هڅه کوي له افغانستان سره یې اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي