۰
امریکايي ځواکونه طالبانو ته!

له هوکړې مو سرغړونه نه ده کړې، دغه ډول بریدونه به دوام ولري

دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۴
له هغې وروسته چې طالبانو په هلمند او ځینو نورو سیمو کې امریکايي ځواکونه خوا شوي بریدونه د دوحې د هوکړې سرغړونه وبلله، افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو هم غبرګون شودلی دی.
له هوکړې مو سرغړونه نه ده کړې، دغه ډول بریدونه به دوام ولري
له هغې وروسته چې طالبانو په هلمند او ځینو نورو سیمو کې امریکايي ځواکونه خوا شوي بریدونه د دوحې د هوکړې سرغړونه وبلله، افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو هم غبرګون شودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیټ وايي، پر طالبانو باندې د امریکا د هوایي ځواک بریدونه د امریکا-طالبانو د موافقه لیک د موادو سره په ټکر کې نه دي.

نوموړي په خپله ټوېټر پانه لیکلي، چې په هلمند او فراه کې د امریکا هوایي بریدونه یواځې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دفاع په خاطر شوي دي.

د امریکايي ځواکونو ویاند ټینګار کړي، چې دا بریدونه د هوکړې خلاف نه دي او په وینا یې که طالبان بیا بریدونه وکړي نو د دوی ورته بریدونه به بیا هم وشي.

سوني لګیت زیاته کړې«ټوله نړۍ په هلمند کې د طالبانو د بریدونو شاهده وه؛ هغه بریدونه چې په زرګونو بیګناه ملکي افغانان یې ټپیان او بیځایه کړل.»

د امریکايی ځواکونو ویاند وايي، دوی له ټولو اړخونو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او اجازه ورکړي چې سیاسي بهیر پرمخ ولاړ شي.

له دې دمخه په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د تاوتریخوالي د نه کمولو په صورت کې دې د غبرګون په تمه اوسي.

د یادونې ده، چې طالبانو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امریکايي ځواکونو هلمند او ځینو نورو سیمو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې، چې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن دي، خو امریکايي لوری دغه هوکړې ته ژمن نه دی او د هوکړې خلاف یې بریدونه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي