خلیلزاد:

د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول غلط او د نه منلو فکر دی

28 میزان 1399 ساعت 8:43

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې پر وروستیو ناامنیو او تاتریخوالي زیاتېدو باندې اندېښنه ښودلې ده.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې پر وروستیو ناامنیو او تاتریخوالي زیاتېدو باندې اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بادغس کې د موټر بم برید او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړو شدت وروسته خلیلزاد ویلي روان تاوتریخوالی غندي او دا یو بوږنونکی عمل بولي.

نوموړي زیاته کړه، چې مذاکراتو کې د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول یو غلط فکر دی چې کولی شي جګړې اوږدې کړي او د سولې پروسې ته زیان ورسوي.

خلیلزاد پر حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې د دوحې هوکړه او همدا راز ګډه اعلامیه عملي کړي، د تاوتریخوالي له ډېرولو ډډه وکړي او د سولې لپاره ټول خنډونه له منځه یوسي.

دی وايي، د دوحې د تړون تر ټولو مهمه غوښتنه د تاوتریخوالي کمول وو، خو په وینا یې طالبانو د هوکړې پر خلاف په هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي چې د منلو نه دي.

هغه په غور کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او په خبره یې له طالبانو په ټینګار سره غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او د امتیاز په نیت دې د جګړو په ډېرولو د سولې روان بهیر ته زیان نه رسوي.

د یادونې ده، چې د غور مرکز فیروز کوه ښار کې پروني موټر بم برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي، چې نېږدې اکثریت یې ولسي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132600

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132600/

جمهور
  https://www.jomhornews.com