۰

کابل کې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یوې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کابل کې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یوې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون یکشنبې د تلې ۲۷ مه ماښام مهال د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودنه کې د مقناطسي ماین له امله د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.

دی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه چا د دغه چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي