امریکا بیا له طالبانو وغوښتل، چې تاوتریخولی کم کړي

28 میزان 1399 ساعت 11:01

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدو سره امریکا یو ځل بیا پر دغه دلې غږی کړي، چې تاوتریخوالی کم کړي.


د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدو سره امریکا یو ځل بیا پر دغه دلې غږی کړي، چې تاوتریخوالی کم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي چارواکو ویلي د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې پروسه زیانمنوي او طالبانو ته پکار ده، چې د مذاکراتو لار ونیسي.

دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندښنه ښودلې او له دواړو لورو یې غوښتي، چې د دوحې هوکړه او د کابل ګډه اعلامیه عملي کړي.

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلس هلمند کې د امریکایي ځواکونو وروستیو هوايي بریدونو د تایید تر څنګ ویلي، طالبانو په هلمند او فراه کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

ویلس ویلي، امریکایي ځواکونو د هوايي بریدونو په کولو سره د دوحې هوکړه نه ده ماته کړې، بلکې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی، چې د سولې پروسې ته زیان رسولی شي.

کابل کې د امریکا وايي، تاوتریخوالی کمېږي، نو د سولې په برخه کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، چې دا د هر افغان هیله ده.

وېلسن یوځل بیا  له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي غبرګون ښودلی دی.

د دغه وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس ویلي چې امریکا د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کوي او له مخې یې باید په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړل شي.

مورګان زیاته کړې، چې افغانان د سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې دلته روانه خونړۍ جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کی چې ګډه اعلامیه او د دوحې هوکړه د سولې د راوستو لپاره مهم دي او دواړو لورو ته په کار ده چې ددې موادو په عملي کولو کې هڅه وکړي.

له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې و، چې د جګړې او تاوتریخوالی زیاتوالی د سولې پروسه باندې باور زیانمنوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132613

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132613/

جمهور
  https://www.jomhornews.com