پاکستان بیا په کونړ راکټونه ویشتلي، یو ماشوم په کې وژل شوی

28 میزان 1399 ساعت 11:57

پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې په کونړ ولایت راکېټونه توغولي، چې له امله یې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې په کونړ ولایت راکېټونه توغولي، چې له امله یې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ توغندي ویشتلي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم زیاتوي، چې دغه توغندي په مرورې ولسوالۍ توغول شوي، چې یو یې په یوه کور لګېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې پر کور د توغندي د لګېدو په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او د یوې مور په ګډون د یادې کورنۍ څلور غړي ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ‌‌‌‌‌ډ کرښې له هغې غاړې څخه توغندیز بریدونه کیږي.

افغان چارواکو په وار وار هڅه کړې، چې دغه موضوع له دیپلوماتیکو لارو حل کړي، خو تر اوسه لا دا ستونزه نه ده حل شوې.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 


د مطلب کود: 132614

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132614/

جمهور
  https://www.jomhornews.com