ننګرهار کې د داعش یو قاضي وژل شوی دی

28 میزان 1399 ساعت 12:10

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کونړ ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کونړ ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه وايي، دوی تېره شپه (د تلې ۲۷ مه) د مرکز جلال آباد ښار د ۹ مې ناحیې اړوند سیمه کې یو لړ عملیات کړي.

سرچینه وایي، په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې یو قاضي او اداري امر قاضي امین مشهور په ابو معاویه وژل شوی دی.

په ورته وخت کې یاد ځواکونه وایي، د جلال اباد ښار د ۷مې ناحیې په اخندزاده ګانو کلي کې د داعش ډلې یو تن د پلان ګذارۍ غړی محمد نبي چې په ایوبي هم مشور دی نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 132615

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132615/

جمهور
  https://www.jomhornews.com