د خوست د ځاځي میدان ولسوال په وسله وال برید کې وژل شوی دی

29 میزان 1399 ساعت 7:38

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ ولسوال په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ ولسوال په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د تلې ۲۸ مه د ګردیز – کابل پر لویه لار د پکتیا ولایت په تېرې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي، د ځاځي میدان ولسوالۍ ولسوال عبدالحی ځاځی له دغه سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې په کمین کې ناستو وسله والو پرې برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې ولسوال عبدالحی ځاځی او یو ساتونکی یې وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د خوست د والي ویاند طلب منګل هم د ولسوال ځاځي وژنه تایید کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ویلي.

تر اوسه د برید مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، عبدالحی ځاځی د خوست د ځاځي میدان د ولسوال په توګه دنده تر سره کوله او تر دې وړاندې هم د یو شمېر نورو بېلا بېلو ولسوالیو ولسوال پاتې شوی وو.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 132635

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132635/

جمهور
  https://www.jomhornews.com