ناټو:

د افغان ځواکونو ملاتړي یو، تر ۲۰۲۴ پورې یې لګښتونه ورکوو

29 میزان 1399 ساعت 7:55

ناټو غړو هېوادونو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لګښتونو خبرې کړې او یو ځل بیا یې له دغه ځواکونو د خپل ملاتړ ژمنه تازه کړې ده.


ناټو غړو هېوادونو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لګښتونو خبرې کړې او یو ځل بیا یې له دغه ځواکونو د خپل ملاتړ ژمنه تازه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو تازه دغه غونډه کې او پر خپله ویبپاڼه یې لیکلي، چې ناټو هېوادونه به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ناټو وايي، د یاد تړون ټولو غړو هېوادونو په یوه خوله تایید کړه، چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي لګښت ورکړي.

په دغه غونده کې د یاد سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ غونډې ته ویلي، چې ناټو به له ۲۰۲۰ وروسته هم په قوت سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره نړیوال مالي ملاتړ د افغانستان له امنیت سره د ناټو د ژمنې یوه کلیدي ستنه ده.

ښاغلی سټولټنبرګ وايي، د ۲۰۲۰ د اکتوبر له پنځمې څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له صندوق سره تر ۳ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره ډېره مرسته اعلان شوې ده.

د ناټو غړیو هیوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د دې بسپنې له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132637

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132637/

جمهور
  https://www.jomhornews.com