د حکومت او طالبانو د تماس ډلو بیا ځلي غونډه کړې، خو بې پایلې

29 میزان 1399 ساعت 8:08

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاویو د تماس ډلو یو ځل بیا ناسته کړې، خو کومه پایله یې نه ده تر لاسه کړې.


د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاویو د تماس ډلو یو ځل بیا ناسته کړې، خو کومه پایله یې نه ده تر لاسه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تماس ډلو غونډه پرون دوشنبې د تلې ۲۸ مه له ماښام وروسته شوې او دواړو لورو په کې د اختلافي ټکو پر حل خبرې کړې دي.

د دواړو ډلو تر منځ اختلافي ټکي دوه دي، خو له څو ناستو سره سره تر اوسه نه دي توانېدلي، چې دغه دوه اختلافي ټکي حل او رسمی خبرې پیل کړي.

د پرون د ناستې جزیات هم نه دي په ډاګه شوي خو ویل کېږي طالبان پر خپل دریځ ولاړ دي او د ستونزو د حل لپاره یې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

د افغان حکومت مرکچي پلاوی وايي، دوی د دغه دوه ټکو د حل لپاره طالبانو ته بېلا بېل وړاندیزونه کړي خو هغوی پر خپله خبر کلک ولاړ دي او هېڅ شاتګ یې نه دی کړی.

قطر کې طالب ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ هم تایید کړې، چې پرون ماښام د دوی د مذاکره کوونکي پلاوی او د حکومت د تماس ډلې څو غړو جلسه درلوده او په کې د اختلافي مسایلو پر حل خبرې شوې دي.

نوموړي د دغه ناستې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وايي، د اختلافي مسایلو د حل لپاره به غونډې دوام ولري.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له څه باندې یوې میاشتې راهیسې خبرې پیل شوې، خو تر اوسه دواړه لوري د اجنډا او کاري اصولو پر سر نه دي سلاه شوي.

د دوی تر منځ خبرې پر داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او جګړې زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132638

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132638/

جمهور
  https://www.jomhornews.com