لغمان کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه ونیول شوه

29 میزان 1399 ساعت 8:51

کورنیو چارو وزارت وایي، لغمان ولایت کې د چاودېدونکو توکو ډکې رېکشا په کشف او نیولو سره د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیول شوې ده.


کورنیو چارو وزارت وایي، لغمان ولایت کې د چاودېدونکو توکو ډکې رېکشا په کشف او نیولو سره د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیول شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو پرون دوشنبې د تلې ۲۸ مه د لغمان ولایت قرغه يي ولسوالۍ کې اوپراتیفي عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې هغه رېشکا کشف شوې چې ۱۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي و.

خبرپاڼه کې ویل شوي ترهګرو غوښتل دغه رېکشا ته د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې چاودنه ورکړې، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې پولیسو ونیوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه چاودنې لارښوونکی هم د پولیسو له خوا نیول شوی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132641

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132641/

جمهور
  https://www.jomhornews.com