عبدالله له ایران څخه بېرته کابل ته راغی

29 میزان 1399 ساعت 9:32

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی له درې ورځني رسمي سفر وروسته بېرته کابل ته راغلي.


د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی له درې ورځني رسمي سفر وروسته بېرته کابل ته راغلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله او ورسره پلاوی نن سه شنبې د تلې ۲۹ مه کابل ته راورسېده.

ایران ته د هغه د سفر موخه د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول و، چې په همدې موخه د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر، د انرژۍ وزیر، د پارلمان له مشر او ځينو نورو چاروکو سره ولیدل.

تر اوسه معلومه نه ده، چې عبدالله له ایران څخه ډک لاس راغلی که څنګه خو ایران چارواکو له ده سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی و، چې د افغان سولې ملاتړ دي او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

ایراني چارواکو ویلي، دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او یو سوله ییز او باثبات افغانستان د ځان او سیمې په ګټه بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com