برېتانیا له افغان ځواکونو سره ۷۰ میلیون پونډه مرسته کوي

29 میزان 1399 ساعت 13:51

کابل کې د برېتانیان سفارت اعلان کړی، چې هېواد یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۷۰ میلیون پونډه مرسته کوي.


کابل کې د برېتانیان سفارت اعلان کړی، چې هېواد یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۷۰ میلیون پونډه مرسته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت نن سه شنبې د تلې ۲۹ مه ویلي، برېتانیا د دې مرستې ژمنه بروکسل کې ناټو سازمان خوا د راتلونکي کال لپاره د افغان ځواکونو د ملاتړ په غونډه کې کړې ده.

د برېتانیا سفارت وايي، د دې مرستې موخه د تلپاتې سولې او ثبات پر مسیر د افغانستان برابرول دي.

سرچینې زیته کړې، برېتانیا به به د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ سربېره له دغو ځواکونو سره خپلو تخنیکي او تخصصي مرستو ته هم دوام ورکړي.

بریتانیا دغه راز په هلمند او غور ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه هم غندلي او د جګړې له دواړو لوریو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ او لګښتونو د ورکړې لپاره پرون دوشنبې د تلې ۲۸ مه بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو تر منځ غونډه وشوه.

د ناټو غړو هېوادونو په یاده غونده کې په یوه خوله پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال وروسته به هم په پوره قوت د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

دغه سازمان ویلي، دوی به تر ۲۰۲۴ میلادي کابل پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي لګښتونه پرې کړي.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دغه غونډه کې ویلي، له افغان امنیتي ځواکونو سره نړیوال مالي ملاتړ د افغانستان له امنیت سره د ناټو د ژمنې یوه کلیدي ستنه ده.

ښاغلی سټولټنبرګ وايي، د ۲۰۲۰ د اکتوبر له پنځمې څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له صندوق سره تر ۳ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره ډېره مرسته اعلان شوې ده.

د ناټو غړیو هیوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د دې بسپنې له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132661

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132661/

جمهور
  https://www.jomhornews.com