ولسمشر به نن ټوله کابینې ولسي جرګې ته ورومعرفي کړي

30 میزان 1399 ساعت 7:55

ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني خپله ټوله کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.


ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني خپله ټوله کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابینه به نن چهارشنبې د تلې ۳۰ مه ولسي جرګې ته ورمعرفي شي او وروسته له هغې به جرګه هغوی ته د خپل اصولو او کړنلارې له مخې د تایید او یا رد رایه ورکوي.

ولسمشر غني به نن په خپله ولسي جرګې ته ځي او په ځانګړو مراسمو کې به نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور پېژني.

کاببینه پر داسې مهال ولسي جرګې ته ورمعرفي کېږي، چې له ټاکنو راوروسته کال پوره شو، چې ټول وزارتونه د سرپرست وزیرانو له خوا مخ ته وړل کېدل.

له پوره شپږ کلن ځنډ وروسته لومړی ځل دی، چې افغان حکومت یو ځل بیا خپله ټوله کابینه په یوه وار ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ورمعرفي کوي.

خو سوال دا دی، چې ایا جرګه به ټولو ۲۸ نوماند وزیرانو ته د بارو رایه ورکړي او که به ځینې رد کړي، ځکه د یو شمېر نوماندانو په اړه اندېښنې موجود دې.

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي یو شمېر وزیران دوه تابعیته دی او ځینې یې هم اسنادو کې ستونزه لري.

د ځینو وکیلانو ټینګار پر دې دی، چې هغه نوماند وزیران چې دوه تابعیته دي او یا یې هم اسنادو کې ستونزه ده، باید د باور رایه تر لاسه نه کړي.

د دې تر څنګ بله اندېښنه په جرګه کې د مصلحتونو، قوم پالنې، ژب پالڼې او ان د فساد په اړه ده، چې ځینې وکیلان ځینې نور هغه د نوماند وزیران د رایې په برخه کې د فساد او پیسو اخیستو په تور تورنوي.

خو له دې ټولو سره سره عام ولس له ولسي جرګې غواړي، چې له هر ډول مصلحت پرته دې یوازې د وړتیا پر بنسټ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 132681

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132681/

جمهور
  https://www.jomhornews.com