جنرال مېلر:

د جګړې د دوام او افغانستان کې د دولت د پرځولو انتظار باید ونه شي

30 میزان 1399 ساعت 10:47

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندښنه ښودلې او پر دواړو لورو یې د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی.


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندښنه ښودلې او پر دواړو لورو یې د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېلر له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، په افغانستان کې مخ په ډېرېدو تاوتریخوالي د سولې کمساري چانس ته خطر پېښ کړی دی.

د جنرال مېلر په بارو د دوحې په تړون کې هم د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه شوې خو تاوتریخوالی نه یوازې کم شوی نه دی بلکې ورځ تر بلې زیات شوی.

هغه ویلي« تاوتریخوالی له حده ډېر دی، موږ تل ویلي چې ښکېلې غاړې دې تاوتریخوالی کم کړي، یو لوری دا کار نه شي کولی باید ټولې خواوې دا کار وکړي، دا باید دومره لږ شي، چې د مدیریت وړ وي، موږ پوهېږو دا کار شونی دی، ځکه موږ د فبرورۍ په ۲۲ او ۲۹ ولیدل چې تاوتریخوالی ونه درېد خو کچه یې ډېره ټیټه شوه، تر دې چې افغانانو ته یې چانس ور کړ چې هیله من شي، موږ دا هیله په دواړو اخترونو کې اوربند او د تاوتریخوالي کمېدو کې ښه ولیده.»

جنرال مېلر له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو په اړه وايي، دوه کې له طالبانو سره د دوی د سرتېرو وتلو هوکړه مشروطه ده.

د نوموړي له خبرو داسې ښکاري، چې طالبان هڅه کوي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې د سولې خبرې وځندوي، ځکه دی وايي« د جګړې د دوام او افغانستان کې د دولت د پرځولو انتظار باید ونه شي.»

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې افغان پوځ باید د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې د خپل هېواد دفاع ته چمتو شي.

جنرال مېلر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څه باندې یوه میاشت کېږي افغان حکومت او طالبانو دوحه کې د سولې خبرې پیل کړې، خو تر اوسه د کاري اصولو او اجنډا په ټاکلو نه دي بریالی شوي.

د دې تر څنګ نه یوازې چې دوی په اختلافي ټکو کوم توافق ته نه دي رسېدلي او د سولې رسمي خبرې نه دي پیل شوې، ورسره د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې جګړو زرو اخیستی دی، چې اکثریت قربانیان یې ملکي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132690

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132690/

جمهور
  https://www.jomhornews.com