ولسمشرغني:

طالبان د کاذبې فتحې په روایت باوري دي، امریکا ته یې امان ورکړی، افغانان وژني

30 میزان 1399 ساعت 13:07

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبان لا هم د کاذبې فتحې په راوایت باوري دي خو هېڅ وخت به په دغه روایت بریا ته ونه رسېږدي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبان لا هم د کاذبې فتحې په راوایت باوري دي خو هېڅ وخت به په دغه روایت بریا ته ونه رسېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبې د تلې ۳۰ مه ولسي جرګې ته د کابینې د معرفۍ په مراسمو کې وکړه.

نوموړي و ویل سره له دې چې د لویې جرګې پر مهال د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند ډاډ حکومت ته ورکړل شوی و، خو بدبختانه طالبانو او د هغوی ملاتړو تاوتریخوالی زیات کړی دی.

ښاغلی غني وايي، هلمند، غور او ځینو نورو سیمو کې د طالبانو وروستیو بریدونو وښوده، چې دغه ډله لا هم د کاذبې فتحې په روایت باوري دي، خو په وینا یې هېڅ وخت به دغه هدف ته ونه رسېږي.

ولسمشر زیاته کړه، چې د طالبانو دا خوب ځکه نه رښتیا کېدونکی دی، چې ملت پر افغان ځواکونو ولاړ دی او یوازې ۳۸ زره ځانګړي ځواکونه او هوايي ځواک کولی شي له خپلو خلکو او خاورې پرېکنده دفاع وکړي.

هغه په نړیواله کچه د افغان جګړې د محکومیت په برخه کې د افغانستان علماوو رول وستایه ویې ویل، افغان علماو دوحه کې طالبانو ته ویلي، راځی اختلافي ټکي او قران او سنتو په رڼا کې حل کړو، خو طالبانو ترې انکار کړی ویلي یې دي، چې دوی ته له امریکا سره شوې هوکړه د بنسټ په توګه منلې ده.

ښاغلي غني د جرګې غړو او په ځانګړې توګه د یوې وکیلې د اعتراض په ځواب کې و ویل«اوس تاسو و وایاست، چې د افغانستان د اسلامي دولت منطق لوړ دی، که د طالبانو، خورې ورشه ملا هیبت الله ته و وایه چې چېرته پټ یې، ولې د امریکایانو ته امن ورکړی، بریدونه نه پرې کوی او افغانان وژنۍ.»

ولسمشر له افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ ویې ویل، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او امریکا ژمنې او تړونونه پر ځای دي او دا به د جینوا په راتلونکې کنفراس کې بیا تازه شي.

ښاغلي غني افغانستان ته په لاس ورغلی فرصتونو او خطرونو ته هم اشاره وکړه زیاته یې کړه، چې د اوبو کنترول، د طبیعي منابعو څخه ګټه اخیستنه، د کرنې پراختیا او وده او په آسیا څلور لارې د افغانستان اړول هغه فرصتونه دي، چې باید ګټه ترې واخستل شي او هېواد په خپلو پښو ودرول شي.

خو ویې ویل، چې په راتلونکې بې باوري، ورخطايي، لنډ فکر، د ترهګرو ډلو شتون، نشه يي توکي، فساد او نامتوازن پرمختګ او انکشاف هغه څه دي، چې افغانستان یې له خطرونو سره مخ کړی او د مخنیوي لپاره یې ټول افغانان باید سره یو لاس او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

ښاغلي غني له دغه خطرونو سره د مبارزې او پر خپلو پښو د درېدو لپاره د ملت په یووالي د ټینګار تر څنګ د وکیلان حبیب افغان د اعتراض په ځواب کې و ویل«درد مو یو دی، ته یې په پښتو وايي، هغه بل یې په دري او ازبکي، ایا غواړی بیا د طالبانو راتګ ته زمینه برابره کړی، د امان الله خان څخه مو کوم درس اخیستی، د دواود خان له سقوط څخه مو اخیستی، له ملي تفرقو څخه مو اخیستی، که نه هر یو په خپل خره سپاره یاست، داسې نه شي کېدای، که خرابي راغلې او که جلادان راغلي تاسو خپله راوستي.»

دا معلومه نه شوه، چې د حبیب افغان اعتراض په څه و، خو ولسمشر وړاندې و ویل«یو کس هم بې ګناه نه دی، ټول ګناه کاره دي، خو راځۍ نور لاس په لاس کې سره ورکړو، بېرته شا ته ونه ګرځو، دا نه ده چې پر یوه ظلم دی او پر بل خوښي، همدا اوس داسې کورنۍ نشته چې درد ونه لري او وینې په کې نه بهېږي، خو زمو د شهیدانو دغه وینې درناوی غواړي، ښکاره ده چې یوه واضح طرحه باید ولرو دا کار په شعار او سوال نه حل کېږي.»

ولسمشر زیاته کړه، چې د حکومت دستګاه بنیادي تغیراتو ته اړتیا لري تر چې په واضح توګه حکومت د خلکو خادم ورګرځي او دا د ټولو شعار دي، چې د عملي کېدو لپاره یې باید یو بل ته لاسونه سره ورکړو.

ښاغلي غني له ولسي جرګې وغوښتل، چې د حکومت د متحرکې اقتصادي برنامې څخه ملاتړ وکړي ترڅو په راتلونکې کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لګښت له داخلي سرچینو برابره او هېواد د پردیو له سوال څخه په خپلو پښو ودرېږي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د فساد سره پر کلکې مبارزې، متوازن پرمختګ، کار اهل کار ته سپارلو، ولسوالیو کې د ښې حکومت ولۍ او دغه راز په قطر کې د افغان مرکچي پلاوي پر ملاتړ ټینګار وکړ ویې ویل، چې د دغه تولو ستونزو لامل یوه کوچنۍ ډله ده، چې افغانستان یې نوم بدی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 132698

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132698/

جمهور
  https://www.jomhornews.com