تخار کې شدیده جګړه او د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ضد نقیض راپورنه

30 میزان 1399 ساعت 13:24

وسله والو طالبانو د تخار ولایت په بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې پر افغان ځواکونو ډلیز بریدونه کړي، چې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.


 وسله والو طالبانو د تخار ولایت په بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې پر افغان ځواکونو ډلیز بریدونه کړي، چې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه په بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې ډلیز بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شول.

د تخار د والي ویاند جواد هجري وایي، په جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې اوس مهال امنیتي وضعیت ښه دی.

دی زیاتوي، چې د طالبانو په بریدونو کې د تخار د پولیسو د امنیت امر راز محمد دوراندېش په ګدون ۱۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د امنیت امر راز محمد دوراندیش له امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره د بهارک ولسوالۍ د مسجد سفید سیمې ته تللی و او له طالبانو سره په جګړه کې له خپلو او تنو پولیس سرتیرو سره یوځای ووژل شو.

هجري وایي، په جګړه کې ۱۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي، چې لوړ پوړي قوماندانان یې هم په کې شامل دي.

بل خوا ځايي رسنیو او امنیتي سرچینو راپور ورکړی، چې په دې جګړه کې د تالقان ښار د پولیسو د دویمې حوزې د پوهنې او روزنې امر معراج عرب او د یادې حوزې اته تنه پولیس هم وژل شوي دي.

ځینې سرچینې دا هم وايي، چې له جګړې ۴۸ جسدونه روغتونو ته لېږدول شوي او ځینې نورې بیا دا شمېره ان تر ۶۰ پورې ښيي.

امنیتي بنسټونو او طالبانو تر اوسه د دغه جګړې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 


د مطلب کود: 132700

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132700/

جمهور
  https://www.jomhornews.com