کورنیو چارو وزارت:

طالبانو په یوه میاشت کې ۵۵۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1 عقرب 1399 ساعت 7:48

کورنیو چارو وزارت وسله والو طالبانو په تېرو ۲۸ ورځو کې ۱۱۶۰ بریدونه کړي او سلګونو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


کورنیو چارو وزارت وسله والو طالبانو په تېرو ۲۸ ورځو کې ۱۱۶۰ بریدونه کړي او سلګونو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، د طالبانو په دغه شمېر بریدونو کې ۱۸۰ ملکي وګړي وژلش وي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغو بریدونو کې د ماین۱۷۰ چاودنې او ۱۰ ځانمرګي بریدونه شامل دي.

کورنیو چارو وزارت د طالبانو بریدونه نه بښونکی او جنګي جنایت بللی وايي، افغان نظامیان به په ټول قوت سره د طالبانو او د هغوی د ملاتړو دغو بریدونو ته ځواب و وايي.

ښاغلي ارین زیاته کړې چې افغان ځواکونو د طالبانو د یرغلیزو بریدونو په ځواب کې د دغې ډلې ۸۴۰ جنګیالي وژلي، ۳۸۵ تنه یې ټپیان کړي او ۴۰ نور یې ژوندي نیولي.

کورنیو چارو وزارت په دې بریدونو او چاودنو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132709

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com