د ناټو سرمنشي:

طالبان د ژمنې عملي کړي که نه له افغانستان څخه وځو

1 عقرب 1399 ساعت 8:41

د ناټو تړون وايي، دوی به خپل ځواکونه تر هغې له افغانستان څخه ونه باسي، تر چې هلته شرایط سم، اوربند او سوله نه وي شوې.


د ناټو تړون وايي، دوی به خپل ځواکونه تر هغې له افغانستان څخه ونه باسي، تر چې هلته شرایط سم، اوربند او سوله نه وي شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبې بروکسل کې خبریالانو ته و ویل، چې له افغانستان څخه د دوی وتل به شرایطو ته په کتو تر سره شي.

هغه له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د ژر وتلو احتمال رد کړ او ټینګار یې وکړ، افغانستان کې د دوی حضور په شرایطو پورې تړلی دی.

نوموړي و ویل، چې طالبان باید دوحه کې کړې ژمنې عملي کړي، شخړې کمې کړي، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړې، اوربند ته لار هواره او شرایط سم شي بیا به ناټو خپل ځواکونه وباسي.

د ناټو سرمنشي زیاته کړه«موږ د سولې پروسې د یوې برخې په توګه حضور کم کړی دی، خو په افغانستان کې به د ځواکونو د شمېر لا کمېدا د دې هېواد د وضعیت د څېړلو په اساس وشي او هغه هم په دې شرط چې ایا طالبان د امریکا له متحده ایالاتو سره کړې موافقې ته ژمن دي او که نه؟.»

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې ناټو د افغانستان اوږدمهاله امنیت ته ژمنه ده همدا تېره اوونۍ د ناټو شریکانو خپله ژمنه بیا تازه کړه، چې تر ۲۰۲۴ پورې به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

تمه ده چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې نن او سبا د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ پر مأموریت خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com