
د کابل موسهي ولسوالۍ کې د طالبانو پر غونده برید شوی
1 عقرب 1399 ساعت 9:47
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه غونده برید کړی دی.
ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه غونده برید کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان زیاته کړې، چې د طالبانو پر دغه غونده پرون چهارشنبې د تلې ۳۰ مه عملیات شوي دي.
نوموړی وایي، د طالبانو دې ډلې غونډه درلوده او غوښتل یې ترهګریز بریدونه پلان او وکړي، خو افغان پوځ پرې وار ړومبۍ کړی او عملیات یې پرې کړي دي.
د امان په وینا په دې عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شي او ګڼ شمېر مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 132720
دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/132720/
جمهور
http://jomhornews.com