د نړۍ د اسلامي علماوو اتحادیه: په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده

1 عقرب 1399 ساعت 10:11

د نړۍ د اسلامي علماوو اتحادیې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او غیر اسلامي بللې ده.


د نړۍ د اسلامي علماوو اتحادیې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او غیر اسلامي بللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې اتحادیې رییس شیخ احمد الریسوني له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په ځلونو یې د افغانستان د جګړې په اړه څرګندونې کړې دي او له کلونو راهیسې د افغانستان وضعیت ارزوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دمګړی په افغانستان کې روانه جګړه غیر اسلامي ده او هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.

شیخ احمد وايي« په ځلونو مې ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه جرم او مسلمان وژنه ده، ځانمرګي بریدونه جواز نه لري، له مسلمان ورور سره جګړه ناروا ده او اوس یو ځل بیا وایي چې دغه جګړه هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.»

د نړۍ د اسلامي علماوو اتحادیې مشر ټينګار کړي، چې افغانانو ته په کار ده چې له سیاسي لارو روانه جګړه ختمه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان باید د یوه پیاوړي اسلامي او مدرن افغانستان لپاره سره یو لاس شي او په دې توګه په نړیوالو مسایلو کې فعال او اغېزناک رول ادا کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان او ګڼو نورو دیني بنسټونو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132725

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132725/

جمهور
  https://www.jomhornews.com