امرالله صالح تخار کې د هوایي برید پر مهال د ماشومانو وژل کېدل رد کړل

1 عقرب 1399 ساعت 13:53

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې تخار کې پر جومات د هوايي برید په ترڅ کې ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي.


د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې تخار کې پر جومات د هوايي برید په ترڅ کې ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د لړم اوله په خپله فسبوک پاڼه لیکلي په دغه برید کې هغه کسان په نښه شوي، چې پرون یې دغلته افغان نظامیان په وینو کې لمبولي وو.

ښاغلي صالح زیاته کړې« موږ سره داسې ثبوت شته چې انکار ترې نشي کېدلی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له اوازې یې د خبرونو سرټکي جوړ کړي، ما دا ثبوت په خپله لیدلی او په اخلاقي او دولتي صلاحیت مې دا خبره لیکلې، ډاډه واوسي»

امرالله صالح دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې نن د تخار سیمه ییزه چارواکو تایید کړه، چې د دې ولایت د بهارک ولسوالۍ د هزاره قرلق په نوم کلي کې پر یوه جومات برید شوی دی.

چارواکو ویلي، چې په دغه هوايي برید کې، چې په تېروتنې تر سره شوی ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې د تېره ورځ د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ جګړه کې د دغه ولایت د امنیت امر په ګډون تر ۵۰ پورې سرتېري وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132734

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132734/

جمهور
  https://www.jomhornews.com