ننګرهار کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي

3 عقرب 1399 ساعت 7:44

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله د خوګیاڼو ولسوالۍ په ډنډو سیمه کې اوشتې ده.

سرچینه وايي، طالبانو په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کول، چې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شول.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې، چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له وژل شویو وسله والو څخه اووه میله کلاشینکوف او یو میل پیکا هم د افغان ځواکونو لاسته وراغلې ده.

د ننګرهار چارواکو په وینا په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته او افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 132748

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132748/

جمهور
  https://www.jomhornews.com