پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په خړ لېست کې پاتې شو

3 عقرب 1399 ساعت 10:11

د نړیوالي مالی اقدام د معلوماتو پر اساس پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړ له امله د یاد سازمان په خړ لېست کې پاتې شوې دي.


 د نړیوالي مالی اقدام د معلوماتو پر اساس پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړ له امله د یاد سازمان په خړ لېست کې پاتې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان وايي، پاکستان د دوی لارښوونې او شرطونه نه دي عملي کړي نو له همدې امله به د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې په خړ لېست کې پاتې کېږي.

که پاکستان تر یادې نېټې د دغه سازمان شرطونه پوره نه کړي نو د دې احتمال شته چې د ترهګرو د ملاتړ په تور لېست کې شامل کړل شي او بیا به نړیوال ورسره ډاډمن مالي معاملات نه شي کولی.

د نړیوال مالي اقدام اداره وایي، پاکستان د تورو پیسو د مينځلو، د ترهګرو د ملاتړ، مالي حسابونو کې د شفافیت نه لرلو او نورو ستونزو له امله په خړ لېست کې شامل شوی دی.

دغه سازمان پاکستان ته اووه ویشت شرطه ټاکلي وو چې ځان له دغه لېست وباسي خو اسلام اباد یې په عملي کولو نه دی بریالی شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132761

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com