دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

3 عقرب 1399 ساعت 10:44

ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو په دفاعي بریدونو او هوايي حملو کې ۹۵ وسله وال وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 
دفاع وزارت وايي، دا عملیات د ننګرهار په خوګیاڼو، شېرزادو، سره رود، د کندهار په میوند، د زابل په شنکۍ، د بادغیس په ابکمري او قادس، د هرات په زوال، د غور په دولت یار، د هلمند په ناوې او د کندوز په دشت ارچي ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
 
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 132766

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132766/

جمهور
  https://www.jomhornews.com