د عامه ساتنې ملي تصدي:طالبان د کمال خان بند شپږ ساتونکي وژلي

3 عقرب 1399 ساعت 14:00

د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ وايي، وسله والو طالبانو نیمرزو ولایت کې پر کمال خان بند په برید سره د دې تصدۍ ۶ ساتونکي وژلي دي.


د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ وايي، وسله والو طالبانو نیمرزو ولایت کې پر کمال خان بند په برید سره د دې تصدۍ ۶ ساتونکي وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه تصدۍ ویاند ضیا ودان زیاتوي، چې طالبانو نن شنبې د لړم ۳ مه سهار وختي پر کمال خان بند برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې د کمال خان بند شپږ ساتونکي وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

ودان رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، طالبانو د خپلو ټولو ژمنو خلاف په ملي پروژو او عامه شتمنیو بریدونو ته زور ورکړی دی.

خو په وینا یې افغان ځواکونه له ګواښونو سره سره د کمال خان بند پروژې ساتنې ته چمتو دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132771

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132771/

جمهور
  https://www.jomhornews.com