۰
د کورنیو چارو وزرات:

طالبانو په یوه اوونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۳
د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو په یوه اوونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند طارق ارین نن شنبې د لړم ۳ مه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، طالبانو په تېره اونۍ کې ۵۱ ملکي وګړي وژلي او ۱۳۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د هغه په وینا طالبانو په دغه اونۍ کې ۳۵۶ وسله وال بریدونه او ۵۲ چاودنې، چې ځانمرګي بریدونه هم په کې شامل دي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې د طالبانو د دغه بریدونو قربانیان تر ډېره ملکي وګړي دي.

بل خوا ارین وايي، په تېره اونۍ کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ۴۰۳ طالبان هم وژل شوي او ۱۴۰ نور یې ټبيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي