د کورنیو چارو وزرات:

طالبانو په یوه اوونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

3 عقرب 1399 ساعت 14:13

د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند طارق ارین نن شنبې د لړم ۳ مه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، طالبانو په تېره اونۍ کې ۵۱ ملکي وګړي وژلي او ۱۳۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د هغه په وینا طالبانو په دغه اونۍ کې ۳۵۶ وسله وال بریدونه او ۵۲ چاودنې، چې ځانمرګي بریدونه هم په کې شامل دي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې د طالبانو د دغه بریدونو قربانیان تر ډېره ملکي وګړي دي.

بل خوا ارین وايي، په تېره اونۍ کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ۴۰۳ طالبان هم وژل شوي او ۱۴۰ نور یې ټبيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132773

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132773/

جمهور
  https://www.jomhornews.com