د القاعده شبکې یو مهم غړی په غزني ولایت کې وژل شوی دی

4 عقرب 1399 ساعت 8:02

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې یو مهم غړی اوبو محسن المصري په غزني ولایت کې وژلی دی.


 د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې یو مهم غړی اوبو محسن المصري په غزني ولایت کې وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت پر خپله ټوطټر پاڼه لیکلي، چې ابو محسن المصري د هند وچې لپاره د القاعده شبکې دوهم مشر وو.

سرچینې ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د القاعده شبکې دغه مهم غړی وژل شوی دی.

ملي امنیت دا نه دي ویلي، چې د القاعده شبکې دغه مشر کله او د غزني په کومه سیمه کې وژل شوی خو د هغه د وژنې خبر یې تېره شپه ناوخته اعلان کړی دی.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې، د هند براعظمګي لپاره د القاعدې شبکې مشر عاصم عمر چې له ۱۳۹۳ کال راهیسې د القاعدې د یادې څانګې مشر وو د تېر کال د میزان په ۱ د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ د طالبانو په یوه مرکز باندې د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132785

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132785/

جمهور
  https://www.jomhornews.com