۰
خلیلزاد:

امریکا به پر دواړو لورو فشار راوړي، چې تاوتریخوالی کم کړی

یکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او دا یې په کلکه غندلی دی.
امریکا به پر دواړو لورو فشار راوړي، چې تاوتریخوالی کم کړی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او دا یې په کلکه غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه ټوېټونو کې ویلي، په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو او ځای پر ځای شوو ماینونو له امله ملکي تلفات ډېر شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی دغه بریدونه په کلکه غندي، د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم غندلی او له دواړو لورو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي.

د افغان سولې لپاره د امرکیا ځانګړي استازي ویلي امریکا پر دواړو لورو فشار راولي چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې چټکې کړي.

خلیلزاد دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د کابل لوېدیځ لور ته د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د کوثر په نوم ښونیز مرکز ته څېرمه ځانمرګی برید وشو.

په دغه برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي، چې ټول تنکي ځوانان دي.

د برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

په افغانستان کې جګړې او بریدونه پر داسې مهال زور اخلي، چې هلته د قطر پلازمېنه دوحه کې له کابو یوې نیمې میاشتې راهیسې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي