ولسمشرغني:

پر کمال خان بند د برید عاملین به سخته سزا و ویني

4 عقرب 1399 ساعت 8:36

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر کمال خان برید برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې د دغه برید عاملین به سخته سزا و ویني.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر کمال خان برید برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې د دغه برید عاملین به سخته سزا و ویني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې تېره شپه (د لړم ۳مه) د نیمروز او هلمند له والیانو سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي له والیانو سره خبرو کې د یادو ولایتونو امنیتي وضعیت ارزولی او ټينګار یې کړي، چې پر کمال خان بند د برید د مسوولینو پر وړاندې به جدي ګامونه اوچت کړي.

ښاغلي غني وايي، کمال خان د افغانستان لپاره حیاتي پروژه ده خو ترهګرې ډلې او د افغانستان دښمنان د دې بند د جوړېدو اجازه نه ورکوي.

ولسشمر ټینګار کړي، چې د هغو کسانو پر وړاندې به جدي ګامونه اوچت کړي، چې پر کمال خان بند یې په وروستي برید کې لاس درلود.

په دغه خبرو کې د هلمند والي ویلي، وسله والو طالبانو د ښار په ډېری برخو کې ماینونه اېښي دي، سړکونه او پولچکونه یې وران کړي دي او خلکو ته یې جدي ستونزې جوړې کړې دي.

ارګ وايي، ولسمشر په یادو ولایتونو کې د امنیتي مسوولینو هڅې ستایلې دي او له دوی یې د خلکو د امنیت تامین غوښتی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132792

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132792/

جمهور
  https://www.jomhornews.com