کابل کې لس تنه جنايي مجرمین نیول شوي دي

4 عقرب 1399 ساعت 10:39

د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۰ تنه مجرمین نیولي دي.


 د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۰ تنه مجرمین نیولي دي.

د جمجهور آژانس د خبر له مخې دغه مجرمین پرون شنبې د لړم ۳ مه د څو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مجرمین د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې او نهمې ناحیو او همدارنګه د بګرامي او چهاراسیاب ولسوالیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، یادو کسانو په دغه سیمو کې د وسله والو غلاو، وژنو، غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د موبایل د غلا، شکونې کې لاس درلود او د څارنوالۍ د قرار پر بنسټ تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
 
دغه وزارت ټینګار کوي، چې د ملي پولیسو منسوبینو د "امنیتي میثاق" د طرحې پر بنسټ د مجرمینو د نیولو لپاره خپل عملیات چټک کړي او د دې برنامې د تطبیق په برخه کې به چې موخه یې د ښاریانو د امنیت غوره ټینګښت دی، له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132799

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132799/

جمهور
  https://www.jomhornews.com