یو غل وژل شوي او ۱۲ نور نیول شوي دي

4 عقرب 1399 ساعت 12:49

کورنیو چارو وزارت وايي، یو غل له پولیسو سره نښته کې وژل شوی او ۱۲ نور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، یو غل له پولیسو سره نښته کې وژل شوی او ۱۲ نور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د لړم ۴ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه غله په خوست، غزني، هرات او پروان ولایتونو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، نیول شویو غلو، په انسان تښتونې، قتل، د موټرو په غلا او یو شمېر نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د یادو کسانو له منځه؛ خوست کې درې تنه د یو ماشوم د تښتونې، غزني کې څلور تنه د وسایطو د غلا او همدارنګه د چاریکار ښار په درېیمه ناحیه کې هم دوه حرفوي غله نیول شوي دي.

په همدې حال کې؛ هرات کې یو غل له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی او د هرات ښار د اومې ناحیې په اړوند سیمو کې درې غله نیول شوي دي.

وزارت وايي، د ملي پولیسو منسوبینو د "امنیتي میثاق" د طرحې پر بنسټ د مجرمینو د نیولو لپاره خپل عملیات چټک کړي او د دې برنامې د تطبیق په برخه کې به چې موخه یې د ښاریانو د امنیت غوره ټینګښت دی، له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یاد وزارت پرون کابل کې هم د ۱۰ تنو جنايي مجرمینو، چې په وسله والو غلو، وژنو او نورو جنايي جرمونو کې لاس درلود، د نیولو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132805

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132805/

جمهور
  https://www.jomhornews.com