یوه ښځینه پولیسه کندهار کې وژل شوې ده

5 عقرب 1399 ساعت 9:01

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیس په غلچکي برید کې وژل شوې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیس په غلچکي برید کې وژل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۴ مه د کندهار ښار د نهمې ناحیه اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي وايي، د فرشتې په نوم یاده پولیسه له کور څخه د دندې پر لور روانه وه چې وسله والو طالبانو پرې غلچکی برید کړی او وژل شوې ده.

نوموړی وایي، دغه مېرمنې له ډېرې مودې راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله خو له تېرو درې کلونو راهیسې د د سرپوزې په محبس کې دنده تر سره کوله.

د یادونې ده، چې په تيرو ۴ مياشتو کې دا په کندهار ښار کې شپږمه پوليسه ده چي په غلچکيو بريدونو کې وژل کيږي.

تر اوسه چا د دغه وژنې مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 132825

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132825/

جمهور
  https://www.jomhornews.com