د بنګله دېش دیني عالمانو هم د افغانستان جګړه حرامه وبلله

5 عقرب 1399 ساعت 9:57

د بنګله دېش دیني عالمانو او مشایخو هم په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او د شرعي نصوصو په خلاف وبلله.


د بنګله دېش دیني عالمانو او مشایخو هم په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او د شرعي نصوصو په خلاف وبلله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بنګله دېش دیني عالمانو پرون د لړم ۴ مه په پلازمېنه ډاکه کې افغانستان کې د سولې لور ته د دعوت تر نامه لاندې ناسته کې دا فتوا ورکړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې دیني عالمانو د افغانستان د جګړې په اړه بحثونه وکړ او د یوې اعلامیې په ترڅ کې یې په افغانستان کې روانه جګړه مطلق حرامه وبلله.

د بنګله دېش دیني عالمانو په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کړی او په افغانستان کې د یې د بې ګناه مسلمانانو په نه وژل کېدو ټينګار کړی دی.

دغو دینې عالمانو د نړۍ د ټولو دیني عالمانو له لوري د افغان جګړې د حراموالي فتوا ته په اشارې په افغانستان کې روانه جګړه د مسلمانانو تر منځ او ورور وژنه بللې، چې په وینا یې له شرعي نصوصو سره په ټکر کې ده.

دوی د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړیو چې د خلکو د اکثریت غوښتنې ته لبیک و وایي، اوربند وکړي او د سولې په صادقانه مذاکراتو سره ځان او ولس سولې ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په افغانستان کې هم سلګونو دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې روانه جګړه حرامه او مسلمان وژنه وبلله.

دیني عالمانو ویل اوسنۍ جګړه څوکۍ او قدرت تر لاسه کولو په موخه ده، چې له اسلامي نصوصو سره هېڅ سمو او هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.

دغه دیني عالمانو هم پر دواړو لورو غږ وکړ، چې د خپلو ګټو لپاره دې عام خلک نه قربانوي، بلکې سوله دې وکړي او له مسلمان وژنې د لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132831

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132831/

جمهور
  https://www.jomhornews.com