دې هېل:

د طالبانو راګرځول ناکامه تګلاره ده، امریکا د افغانستان بله جګړه کې نه ښکېلوي

5 عقرب 1399 ساعت 11:07

دې هېل نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان روان وضعیت ته کتنه کړې او په دغه هېواد کې یې د امریکا اوسنۍ تګلاره ناکامه بللې ده.


دې هېل نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان روان وضعیت ته کتنه کړې او په دغه هېواد کې یې د امریکا اوسنۍ تګلاره ناکامه بللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلارې تل ثابتې او ګټورې نه وي، بلکې لنډمهالې او بدلېدونکي دي، چې له امله یې دغه هېواد کې جګړې اوږدې شوې دي.

یادې نشریې په دغه مقاله کې د افغانستان د سولې روان بهیر ته هم اشاره کړې او د سولې په اړه یې هم د امریکا اوسنۍ تګلاره ناکامه بللې وايي، امریکا باید پر طالبانو باور و نه کړي.

په مقاله کې لیکل شوي«په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره خو منطقي لار دا ده چې په دغه هېواد کې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ شي، د فساد د له منځه وړلو لپاره فشارونه ورباندې راشي، له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پراخې همکارۍ او مرستې وشي، بشري حقونه خوندي شي، نړیوال له دې حکومت سره ښې اړیکې ولري او په ټوله مانا یې ملاتړ وشي.»

نشریه وايي، د امریکا له لوري د طالبانو د بېرته راګرځولو تګلاره سر له اوسه ناکامه ده، ځکه یادې ډلې ثابته کړه چې پر جګړو باور لري او له خپلې مفکورې نه تېرېږي.

دې هېل نشیې ټينګار کړي، چې امریکا دې پر خپله تګلاره بیا کتنه وکړي او افغانستان دې د یوې بلې جګړې پر ډګر نه بدلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132838

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132838/

جمهور
  https://www.jomhornews.com