افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند سوني لګټ وايي، امریکایي ځواکونو میدان وردګو ولایت کې پر طالبانو هوايي برید کړی او پنځه تنه یې ترې وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لګټ زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونو تېره شپه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په دراني سیمه کې پر طالبانو دغه هوايي برید کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې دا برید د دوحې له تړون سره سم د افغان ځواکونو د دفاع لپاره شوی او پنځه طالبان په کې وژل شوي دي.
خو طالبانو بیا د امریکا دا برید د دوحې د هوکړې خلاف بللی وايي، په دغه برید کې طالبان نه بلکې درې ماشومان وژل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د امریکا ډرون الوتکو دوراني کې بمبار کړی، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي دي.
نوموړی وايي، امریکايي ځواکونه د یاد برید په تر سره کېدو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون څخه په سرغړونې تورن کړي دي.
خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګت د یاد برید په ترسره کېدو سره د دوحې تړون او ملکیانو د وژل کېدو په اړه ادعاوې ردوي.
په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو تر دې مخکې هم له افغان ځواکونو څخه د دفاع لپاره پر طالبانو هوايي بریدونه تر سره کړي دي.
څو ورځې وړاندې یې د هلمند په جګړه کې هم پر طالبانو ورته بریدونه کړي و، چې هغه مهال هم سوني لګټ ویل دغه بریدونه د افغان ځواکونو د دفاع او دوحې د تړون سره سم شوي دي.
خو دا لومړی ځل دی چې د دوحې تر تړون وروسته امریکايي ځواکونو پخپلو هوايي بریدونو کې د طالبانو د وژل کېدو پخلی کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د روان کال په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شو چې له مخې پر یو او بل یې د برید نه کولو موافقه هم شوې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل