ولسمشر پر کوثر ښوونیز مرکز د برید عاملینو د له منځه وړلو امر کړی

6 عقرب 1399 ساعت 8:29

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په کابل کې پر کوثر ښوونیز مرکز د شوی برید عاملین او شبکې دې تشخیص او له منځه یووړل شي.


ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په کابل کې پر کوثر ښوونیز مرکز د شوی برید عاملین او شبکې دې تشخیص او له منځه یووړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون دوشنبې د تلې ۵ مه د کابل د عمومي امنیتي وضعیت ارزونې او د کابل ښار په دیارلسمه امنيتي حوزه کې پر یاد مرکز د شوي برید په تړاو جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر په دې پېښه کې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته د سل زره او د هر ټپي کورنۍ ته د پنځوس زره افغانیو نغدي مرستې خبره هم وکړه.

خلک له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ دي، نو امنیتي ځواکونه باید د هر حالت لپاره تیار اوسي.

د یادونې ده، چې څلور ورځې وړاندې د کابل په دشت برچي سیمه کې د کوثر ښوونېز مرکز ته څېرمه ځانمرګي برید تر ۳۰ پورې زده کوونکي و وژل او تر ۸۰ ډېر یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com