کابل کې ۸ تنه مجرمین نیول شوي دي

6 عقرب 1399 ساعت 10:17

د کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو پلازمېنه کابل کې ۸ تنه مجرمین د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیه قوماندانۍ پولیسو پلازمېنه کابل کې ۸ تنه مجرمین د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د لړم ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د کابل ښار او ولسوالیو اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه کاږي، چې یاد مجرمین د پولیسو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار په لومړۍ، درېیمه، څلورمه، اومه او نهمه ناحیه او همدارنګه پغمان، میربجه کوټ او قرباغ ولسوالیو کې نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسانو د وژنې، غیرقانوني وسلو لېږد، د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د څارنوالۍ د قرار، د عامه امن او نظم د اخلال، دوکې، ژوبلې او شکونې پېښو کې لاس درلود.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او یو عراده لېږدوونکې واسطه هم ترلاسه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132874

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132874/

جمهور
  https://www.jomhornews.com