د صالح ۱۱ مه پرېکړه:

ټولې پوستې په لایزر ضد وسایلو سمبالو، کابل کې د فعالیت لرونکو طالبانو عکسونه خپرو

7 عقرب 1399 ساعت 8:44

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ټولې پوستې به په لایزر ضد وسایلو سمبال شي او د هغه طالبانو عسکونه به هم خپاره کړي، چې کورونه یې په پاکستان او فعالیت یې کابل کې دی.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ټولې پوستې به په لایزر ضد وسایلو سمبال شي او د هغه طالبانو عسکونه به هم خپاره کړي، چې کورونه یې په پاکستان او فعالیت یې کابل کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د لړم ۷ مه پر خپله فسبوک پاڼه د نن ورځې ۱۱ مه پرېکړه خپره کړې ده.

ښاغلی صالح ویلی په خوښۍ او خوشحالۍ سره دا خبره اعلانوي، چې د طالبانو د لایزر ویشتونکو ضد وسیلې به د کابل ښار ټولو پوستو ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کابل پر پوستو ته به نن دغه وسیلې ورمعرفي شي او د امنیت د شورا د پرېکړې سره سم به د هېواد په ټولو برخو کې پر ټولو افغان ځواکونو و وېشل شي.

دی وايي، دا چې طالبانو په دې وروستیو کې د دغه (بزبزک) وسلې پر مټ توانېدلي و، چې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوي نو ځکه یې د دغه کار د مخیني لپاره شدید کار کوي.

ښاغلي صالح د دغه پرېکړې په دوهم بند کې ویلي چې د ټولو ترهګرو په ځانګړي ډول د هغه ترهرګرو، چې فعالیت یې د کابل په ناحیو کې متمرکز دی او کورنۍ یې په پاکستان کې هویت به یې د ملي امنیت له کتاب څخه راوایستل شي او تصویرونه به یې لکه د نورو مجرمانو کابل ښار کې وځړول شي.

نوموړی وایي، په دې کار سره به د تلاشۍ پوستې او دغه راز خلک هغوی وپېژني او په نیونه کې به یې اسانیتا رامنځ ته شي، ځکه په وینا یې له دې کار وړاندې هغوی(طالبانو) کولی شوی په اسانی سره په ښار کې تګ راتګ وکړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د دغه وسله والو عکسونه به د نن ورځې تر ماښام پورې د کابل ښار په واټونو راوځړول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132902

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132902/

جمهور
  https://www.jomhornews.com