پخوانی امریکایي سفیر:

ټرمپ ښايي له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو په اړه ژمنه عملي نه کړي

7 عقرب 1399 ساعت 9:40

افغانستان کې پخواني امریکايي سفیر رونالډ نیومن ویلي، د دې احتمال شته چې ټرمپ له ټاکنو وروسته د افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو په اړه خپلې ژمنې عملي نه کړي.


افغانستان کې پخواني امریکايي سفیر رونالډ نیومن ویلي، د دې احتمال شته چې ټرمپ له ټاکنو وروسته د افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو په اړه خپلې ژمنې عملي نه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیومن په تازه مرکه کې د امریکا د ټاکنو په اړه ویلي، چې دواړه نوماندان (ټرمپ او بایډن) په ټاکنیزو کمپاینونو کې پر بهرنۍ تګلاره تمرکز نه کوي.

خو به وینا یې جو بایډن بیا هم په لږ ډېر توپیر د ټرمپ په څېر له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو ملاتړ دی دي.

دغه امریکايي سفیر زیاته کړې، چې ټرمپ دمګړی د افغانستان له مسئلې د ټاکنیز کمپاین په توګه کار اخلي او د دې احتمال شته چې له ټاکنو وروسته پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي.

نیومن وایي ټرمپ تر دې دمه هېڅ وخت په رسمي توګه په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو او یا له دغه هېواد د سرتېرو د ایستلو په اړه فرمان نه دی ورکړی، بلکې یوازې ټوېټ پیغامونه یې خپاره کړي دي.

دی ټینګار کوي، چې له همدې امله د دې احتمال شته چې تر ټاکنو وروسته پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي.

رونالډ نیومن زیاته کړې دواړو نوماندانو ته په کار ده چې د افغانستان په مسئله کې مسوولانه چلند وکړي او دغه هېواد ترهګرو ته تسلیم نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي رسنیو هم راپورو ورکړی، چې ښايي ټرمپ له ټاکنو وروسته د افغانستان څخه خپل ټول سرتېري ونه باسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com