ملګري ملتونه هلمند کې له ۱۰ زره کسانو سره مرستې کوي

7 عقرب 1399 ساعت 10:04

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله له بېځایه شوو زرګونه کسانو سره بشري مرستې کوي.


ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله له بېځایه شوو زرګونه کسانو سره بشري مرستې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا ویلي، په هلمند کې زرګونه کسان د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوي خو دوی له نږدې لس زره کسانو سره بشري مرستې کوي.

د دوی په وینا مرستندویه هېوادونو ورسره د لا ډېرو همکاریو ژمنه کړې ده او ټاکل شوې چې له نورو زیانمنو شوو او بېځایه شوو کورنیو سره هم ددوی مرستې ادامه وکړي.

اوچا ویلي، په لومړي سر کې په لښکرګاه کې ۹۶۰۰ بېځایه شوو کسانو ته بشري مرستې کوي.

د یادونې ده، چې په هلمند کې د وروستۍ جګړې له امله تر ۴۰ زره پورې کسان بېځایه شوي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132910

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132910/

جمهور
  https://www.jomhornews.com