۰
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان:

د افغان جګړې ښکېل لوري د اوربند وکړي او د سولې خبرې د بریالی کړي

چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۶
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا د افغان جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند ټینګېدو او د سولې خبرو د کامیابه کولو غږ کړی دی.
د افغان جګړې ښکېل لوري د اوربند وکړي او د سولې خبرې د بریالی کړي
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا د افغان جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند ټینګېدو او د سولې خبرو د کامیابه کولو غږ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان منشي یوسف بن احمد العثیمن پرون سې شنبه د لړم ۶ مه ویلي، ټولې خواوې باید خپلې هڅې د سولې خبرو پر بریالبتوب باندې متمرکزې کړي.

نوموړي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټنګېدو باندې ټينګار کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان لخوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې هم ښاغلي العثیمن په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي العثمین په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو په هدف د افغان سولې په اړه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د مکې د علماء شورا د اعلامیې پر عملي کېدو هم ټينګار کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په اړه د اسلامي همکارۍ سارمان د اعلامیې هر کلی کړی دی.

یاد سازمان پر داسې مهال په افغانستان کې د سولې بهیر پر بریالتوب باندې ټینګار کړی دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د چارواکو په وینا جګړه زیاته شوې ده.

د یوناما په تازه راپور کې ویل شوي، د دغه جګړو له امله تېرو ۹ میاشتو کې ۲۱۱۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸۲۰ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي