فراه: یوې پېغلې د خپلو دوه وروڼو د وژنې په غم کې ځان وژنه کړې

7 عقرب 1399 ساعت 12:22

سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې یوې پېغلې د خپلو دوه وروڼو د وژل کېدو پر غم ځان وژنه کړې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې یوې پېغلې د خپلو دوه وروڼو د وژل کېدو پر غم ځان وژنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فراه د امنیه قومانداني ویاند محب الله محب ویلي، دغه پېښه د فراه ښار په اسحاقزیو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پېغلې وه ورڼه چې د ملي اردو په لیکو کې یې فعالیت کاوه په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا و وژل شول.

دی وايي، د ورڼو تر وژل کېدو وروسته دغه پېغله بې سرپرسته پاتې وه، چې ځان وژنه یې کړې او مړی یې د ښار د اسحاقزیو په سیمه کې موندل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:فراه
 


د مطلب کود: 132916

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132916/

جمهور
  https://www.jomhornews.com