اروزګان کې جګړې:

د دهراود ولسوالۍ د سقوط مخ نیول شوې او پر ګیزاب برید شوی

10 عقرب 1399 ساعت 7:34

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د اروزګان ولایت پر دهراود ولسوالۍ یې د طالبانو بریدونه شنډ کړي او د ولسوالۍ د سقوط مخه یې نیولې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د اروزګان ولایت پر دهراود ولسوالۍ یې د طالبانو بریدونه شنډ کړي او د ولسوالۍ د سقوط مخه یې نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دهراود ولسوالۍ له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو په محاصره کې وه، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې یې پرې بریدونه زیات کړي دي.

ځايي امنیتي چارواکي وايي، طالبان د ولسوالۍ تر بازاره رسېدلي خو دولتي ټولې دولتي ودانۍ د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

د دوی په وینا سیمې ته تازه دمه ځواکونه هم رسېدلي او د ولسوالۍ د سقوط مخ نیول شوې ده.

د اروزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل ویلي، په جګړه کې ۳۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

که څه هم نوموړي د افغان ځواکونو او ملکي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي اوسېدونکي وايي، جګړه کې ملکیانو ته هم تلفات اوښتي.

ویل کېږي د ولسوالۍ دولتي روغتون هم تړل شوی او مخابراتي شبکو کار پرېښی دی.

بل خوا طالبانو د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ په مرکز هم بریدونه کړي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د والي ویاند احمد شاه ساحل د ګیزاب په مرکز د طالبانو د برید پخلی کوي، خو وايي، مخابراتي شبکو کار پرېښي او معلومات ترې نه لري.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو دریو اونیو کې یو ځل بیا په هېواد کې جګړو زور اخیستی.

پر هلمند د طالبانو تر برید وروسته د کندهار په ارغنداب باندې هم دغه ډلیز بریدونه پیل کړي، چې لا هم هلته جګړه روانه ده.

دغه جګړې پر داسې مهال زور اخلی، چې هلته د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، خو تر اوسه یې پر کاري اصولو او اجنډا موافقه نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132973

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132973/

جمهور
  https://www.jomhornews.com