د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، مسکو چمتو دی، چې د افغان لورو تر منځ د سولې د خبرو کوربتوب وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، که افغان لوري ورڅخه وغواړي، نو دوی چمتو دي، چې د افغانانو تر منځ د یوې بلې غونډې کوربتوب وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، په راتلونکي کې که اړوندې خواوې ورڅخه وغواړي په دغه هېواد کې د بین الافغاني مذاکراتو د ترتیبولو امکان ورته برابروي.
نوموړې زیاته کړې، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو په لومړیو ورځو کې روسیې په تکرار د افغانستان د بېلابېلو سیاسي قوتونو او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې او سولې ییزې حللارې د موندلو لپاره د خبرو زمینه برابره کړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزرت ویاند زخاروا د دوحې خبرو ته په اشارې هیله څرګنده کړې چې دواړه خواوې به له نرمښته کار واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل