له اوږده ځنډ وروسته افغانستان یو ځل بیا توانېدلی، چې د استخراجي صنایعو د روڼتیا نړیوال سازمان یا اي ای ټي ای غړیتوب تر لاسه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان ځکه د افغانستان غړیتوب ځنډولی و چې په خبره یې له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کاله پورې افغان حکومت اړوند مقررات نه و رعایت کړي او هم یې د کانونو په برخه کې ښه مدیریت نه و کړی.
خو دوه ورخې وړاندې د اکټوبر په ۲۹مه د دغه سازمان مشرتابه پلاوي پرېکړه کړې چې افغانستان د شرایطو د پوره کولو لپاره لازمې هڅې کړي، نو ځکه یې د دغه هېواد د غړیتوب په سر لګېدلی ځنډ لیرې کړ.
د دغه سازمان د نړیوال سکرتریت عمومي مشر مارک روبینسون په یوه پيغام کې ویلي چې افغانستان د یادو شرطونو د تطبیق زمینه برابره کړې ده.
ښاغلی روبینسون وايي، د «اي ای ټي ای» د پروسس د پایښت د یقیني کولو لپاره د اعتباردهۍ بیا کتل شوې تګلاره د معلوماتو په سیستماتیک شریکولو باندې ټینګار کوي.
نوموړي زیاته کړې«د افغانستان او موریتانیا په څېر هېوادونه د کمپنیو او حکومتي ادارو په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره زمینه برابروي. موږ یقین لرو چې نور به هم ژر دا لار تعقیب کړي.»
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې د استخراجي صنایعو د روڼتیا (ايایټيای) نړیوال سازمان کې د افغانستان له بیا ځلي غړیتوب هرکلی کړی دی.
په کابل کې د اروپايي ټولنې مشر استازي او سفیر، وون برنډت ویلي په دغه سازمان کې د افغانستان په غړیتوب باندې د لګېدلي ځنډ له لېرې کېدو هرکلی کوي او اروپايي ټولنه به له افغانستان سره د کانونو په سکټور کې د حساب ورکونې او لا زیاتې رونټیا لپاره همکاري وکړي.
برنډت دا د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه بللې وايي، اروپايي ټولنه به د کانونو په سکټور کې د لا زیات شفافیت د راتلو او د حساب کتاب د ښه کېدو لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشر بیا دا ټینګار هم کړی چې خلک باید پوه شي د هېواد معدني شتمنۍ یې څنګه مدیریت کېږي.
د استخراجي صنایعو د رونټیا نړیوال سازمان شاوخوا ۵۰ غړي لري چې د کانونو د استخراج د قراردادونو او د استخراج ټولو اړوندو برخو کې د روڼتیا د تأمین لپاره کار کوي.
د دغه سازمان لپاره د غړو هېوادونو روڼتیا، د اړوندو ادارو پوره ښکېلتیا او د کاني سرچینو د مدیریت له لارې د پایلو او اغېزو ترلاسه کېدل درې مهم او اساسي شرطونه دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د استخراجي صنایعو د رونټیا په نړیوال سازمان کې د غړیتوب بیا ترلاسه کول یوه لویه لاسته راوړنه بولي.
د یادونې ده، چې د افغانستان د کاني یا معدنی شتمنیو او طبیعي زېرمو ارزښت درې ټریلیون ډالره یا درې زره میلیارده ډالره ښودل شوی.
خو جګړې، نا امنۍ، په طبیعي زېرمو او کانونو باندې د سیمه ییزو زورواکانو او وسله والو مخالفینو ولکه هغه عوامل بلل شوي چې د افغانستان د کانونو ناقانونه استخراج تهیې زمینه برابره کړې او هم یې اداره له ننګونو سره مخ کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل